Search

کامالا هریس: نتانیاهو ډونالډ ټرمپ له ایران سره جګړې ته ورټېل وهلی

News image
30 وری 1405 - 09:28

د امریکا د پخوانۍ مرستیالې ولسمشرې کامالا هریس ویلي چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو ډونالډ ټرمپ له ایران سره پوځي شخړې ته «کشانده» کړی دی.

هریس په خپلو څرګندونو کې ویلي چې ټرمپ «یوه جګړه ته داخل شو» او د هغې په وینا، دا پرېکړه د نتانیاهو د اغېز لاندې شوې ده.

هغې زیاته کړې: «راځئ دا روښانه کړو چې هغه د بی‌بي نتانیاهو له خوا دې جګړې ته کش کړل شو.»

د امریکا پخوانۍ مرستیالې ولسمشرې همدارنګه ویلي چې دا جګړه د امریکا د خلکو د ارادې خلاف ده او کولی شي د امریکايي سرتېرو ژوند له جدي خطر سره مخ کړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې بې له کومې موافقې پای ته رسېدلې او د خبرو د دویم پړاو د ترسره کېدو په اړه لا هم ناڅرګندتیا موجوده ده.