د طالبانو د ټولګټو وزارت وایي چې په تېر ۱۴۰۴ کال کې د وسپنې پټلۍ له څلورو بندرونو څخه انتقالات د ۱۴۰۳ کال په پرتله ۳۹٫۱ سلنه زیات شوي دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په اېکسلیکلي چې د حیرتان،
آقینه، تورغونډۍ او د خواف–هرات لارې له لارې ټولټال ۶ میلیون ۱۱۹ زره ۴۹۸
مټریک ټنه انتقالات شوي دي، دا په داسې حال کې ده چې په ۱۴۰۳ کال کې د څلورو
بندرونو له لارې ۴٫۳ میلیونه مټریک ټنه انتقالات شوي وو.
ښاغلي حقشناس لیکلي چې د حیرتان بندر له لارې ۴۲۶۱۹۹۱ ټنه، د
آقینې بندر له لارې ۴۷۲۲۸۲ ټنه، د تورغنډۍ بندر له لارې ۷۴۳۰۱۲ ټنه او د خواف–هرات
د اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۴۲۲۱۲ ټنه انتقالات ترسره شوي.
“په ۱۴۰۴ هـ . ش کال کې ۱۰۳۹۴۴ واګونه او ۴۶۳۶ څلوېښت فوټه
کانټینره تجارتي توکي وارد او سادر شوې، چې وارداتي توکي کې تېل، مایع ګاز، غنم،
اوړه، غوړي، سمنټ، سرامیک کاشي، بوره، بلاست، کاغذ، سریښ، قیماق او نور خوراکي او
ساختماني مواد دي.“
د ټولګټو وزارت ویاند همداراز لیکلي چې د صادراتو او ټرانزیټ په برخه
کې، په ۱۴۰۴ کال کې ۷۴٬۷۵۲ ټنه سوداګریز توکي صادر شوي، چې زیاتره یې وچه مېوه،
وریجې، کچالو، معدني ډبرې، د هندوانې تخم، نخود، مس او د انارو جوس دي.