Search

یونیسف: ۲.۲ میلیونه نجونې له زده‌کړو بې ‌برخې دي

News image
31 وری 1405 - 12:33

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې ۲۳.۲ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، چې په کې میلیونونه ماشومان د زده‌کړو او بنسټیزو خدماتو له محدود لاسرسي سره مخ دي.

د یونیسف افغانستان د کلني راپور له مخې، ۲.۸ میلیونه بېرته راستنېدونکي او ۲.۲ میلیونه نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي، چې دا د روانو ننګونو پراخوالی ښيي.

راپور زیاتوي چې له ۲۰ میلیونو څخه زیاتو خلکو، په شمول د ۵.۶ میلیونه ماشومانو، د یونیسف تر ملاتړ لاندې له لومړنیو روغتیايي خدماتو ګټه اخیستې ده.

همدارنګه ۱۰ میلیونه ماشومان او میندې له بنسټیزو تغذیې خدماتو برخمن شوي، او ۴ میلیونه ماشومانو ته په ښوونځیو، ټولنیزو پروګرامونو او بیړنیو حالاتو کې د زده‌کړې توکي برابر شوي دي.

سربېره پر دې، شاوخوا ۲.۷ میلیونه خلک د اوبو، روغتیا ساتنې او حفظ‌الصحې له بیړنیو خدماتو څخه ګټه‌من شوي دي.

یونیسف ویلي چې دا لاسته راوړنې د مرستندویانو او شریکانو په ملاتړ ممکنې شوې، خو ټینګار یې کړی چې لا هم جدي بشري ستونزې پر ځای پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ماشومانو او کورنیو پر وړاندې بشري او اقتصادي ستونزې لا هم دوام لري، او د زده‌کړو، روغتیا او لومړنیو خدماتو ته د لاسرسي محدودیتونه د خلکو پر راتلونکي ژور اغېز لري.