ایراني رسنۍ میزان راپور ورکړی چې د دغه هېواد چارواکو د یوې هغه شبکې دوه غړي اعدام کړي چې د اسراییلو د استخباراتي ادارې موساد سره یې اړیکې لرلې.
د راپورونو له مخې، یاد کسان د «موساد پورې تړلې جاسوسي شبکې» غړي بلل
شوي او د ایران د قضایي ارګان له لوري د مرګ په سزا محکوم شوي وو، چې حکم یې
وروسته عملي شوی دی.
ایراني رسنیو ویلي چې دغه کسان د مجازي فضا له لارې او همدارنګه د
عراق د کردستان سیمې ته د سفرونو پر مهال د موساد له افسرانو سره په اړیکه کې شوي
وو او هلته یې ځانګړې روزنې هم ترلاسه کړې وې.
د راپورونو له مخې، پر دغو کسانو تور لګول شوی و چې د حساسو ځایونو په
نښه کولو، د چاودېدونکو توکو په جوړولو او د بریدونو په همغږۍ کې یې برخه اخیستې
وه.
ایراني چارواکو دا هم ویلي چې دغه شبکه تر اوږدې څارنې لاندې وه او
غړي یې وروسته نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې ایران څو ځله د اسراییلو
د استخباراتي شبکو د نفوذ ادعا کړې او یو شمېر کسان یې د همدې تورونو پر بنسټ
نیولي او محاکمه کړي دي.