Search

پاکستان له ایران څخه د امریکا سره په راتلونکو خبرو کې د ګډون تمه کړې

News image
1 غویی 1405 - 08:52

پاکستان ویلي چې ډاډه دی کولای شي ایران وهڅوي څو له امریکا متحده ایالاتو سره په راتلونکو خبرو کې ګډون وکړي.

دا خبرې د پاکستان یوه لوړپوړي حکومتي چارواکي د دوشنبې په ورځ رویټرز ته کړې دي.

دغه چارواکي، چې نه یې دي غوښتي نوم یې یاد شي، ویلي اسلام‌اباد له تهران څخه «مثبت نښې» ترلاسه کړې، خو وضعیت لا هم بدلون‌منونکی دی.

هغه ویلي: «موږ هڅه کوو چې دوی یا سبا، یا هم یوه ورځ وروسته، د خبرو له پیل سره هم‌مهاله دلته حاضر وي.»

چارواکي زیاته کړې چې پاکستان له تهران او واشنګټن دواړو سره فعاله اړیکه نیولې، په داسې حال کې چې د ډونالډ ټرمپ له لوري ټاکل شوی د اوربند ضرب‌الاجل رانږدې کېږي.

دا پرمختګ داسې مهال رامنځته کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچونه لا هم دوام لري او ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي څو دواړه لوري د خبرو مېز ته کښېنول شي.