د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، تمه ده اروپايي ټولنه د روان کال تر اوړي مخکې د طالبانو یو پلاوی اروپا ته ور وبلي، څو له اروپايي هېوادونو څخه کابل ته د جرمونو په تور تورنو، رد شوو، بېاسنادو او غیرقانوني افغان کډوالو د ستنولو په اړه خبرې ورسره وکړي.
یاد ټلوېزیون د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې دواړه لوري به کابل ته د دغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو او تر ستنېدو وروسته هغوی ته د اسانتیاوو د برابرولو په اړه هم بحث وکړي.
د راپور له مخې، د روان کال د جنورۍ میاشتې په پای کې هم نړیوالو رسنیو ویلي وو چې د اروپايي هېوادونو د شاوخوا ۲۰ هېوادونو یو ګډ پلاوی کابل ته تللی و او په دې تړاو یې د طالبانو له چارواکو سره خبرې کړې وې، چې هغوی د یادو کډوالو د هویت په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړی و.
د معلوماتو له مخې، د اروپا شاوخوا ۲۰ هېوادونه غواړي دغه افغان کډوال له خپلو هېوادونو وباسي او بېرته یې کابل ته ستانه کړي.