د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جرمني له شپیګل مجله سره په تازه مرکه کې د نجونو د زدهکړو د بندښت او د هېواد د محدود اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي ویلي، هېڅ افغان نور په هېواد کې جګړه او ګډوډي نه غواړي، او
په وینا یې که څه هم امنیت ښه شوی، خو تر ټولو لویه اړتیا اوس اقتصادي وده ده.
کرزي د خپلې کورنۍ د وضعیت په اړه ویلي، چې یوه لور یې له شپږم ټولګي
وروسته انلاین زدهکړې کوي، او بله لور یې به په راتلونکو میاشتو کې له شپږم ټولګي
وروسته مجبوره شي ښوونځی پرېږدي.
نوموړي ویلي، هېڅ افغان نور په هېواد کې جګړه او ګډوډي نه غواړي، او
په وینا یې که څه هم امنیت ښه شوی، خو تر ټولو ستره اړتیا اوس اقتصادي وده ده. هغه
زیاته کړې چې افغانان له جګړو ستړي شوي او نه غواړي د اوسني حکومت پر وړاندې د
مقاومت له لارې یو ځل بیا د شخړو پر لور ولاړ شي.
هغه زیاته کړې، چې د بهرنیو مرستو کمېدل او د اقتصادي جریان محدودېدل
د اوسنیو واکمنو لپاره ستونزې جوړې کړي، او په وینا یې ځینې هېوادونه د مرستو له
لارې پر اوسنیو واکمنو نفوذ ساتي، خو “د افغانانو له دسترخوانه ورځ تر بلې ډوډۍ
کمیږي.”
د نجونو د زدهکړو موضوع له ۱۴۰۰ کال راهیسې په افغانستان کې د کورنیو
او نړیوالو اندېښنو له مهمو مسایلو څخه ده.
طالبانو د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زدهکړو محدودیتونه لګولي،
چې له امله یې میلیونونه نجونې له رسمي زدهکړو بېبرخې شوې دي.
په ورته وخت کې، د بهرنیو مرستو کمېدل، د بانکي محدودیتونو دوام او د
کار بازار کمزوري کېدل د هېواد اقتصادي وضعیت هم اغېزمن کړی، چې ډېری کورنۍ له
سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.