Search

ټرمپ: امریکا به له ایران سره اوربند د وړاندیز تر وړاندې کېدو پورې وغځوي

News image
2 غویی 1405 - 08:06

د رویټرز د راپور له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې متحده ایالات به له ایران سره اوربند تر هغه وخته وغځوي، څو تهران خپل وړاندیز وړاندې کړي او روانې خبرې پای ته ورسېږي.

ټرمپ دا څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ کړې دي او زیاته کړې یې ده، چې واشنګټن چمتو دی اوربند وغځوي، ترڅو ډیپلوماټیکې هڅې دوام ومومي.

د راپورونو له مخې، د اوربند غځول د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د مدیریت لپاره د پراخو هڅو یوه برخه بلل کېږي، په داسې حال کې چې خبرې لا هم روانې دي.

تر اوسه د ایران د وړاندیز د وړاندې کېدو د مهالوېش او د روانو خبرو د چوکاټ په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

دا پرمختګ په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د دواړو لورو ترمنځ د احتمالي هوکړې د ترلاسه کولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې دوام لري.