Search

عراقچي: د ایران د بندرونو محاصره د امریکا له لوري “د جګړې عمل” دی

News image
2 غویی 1405 - 08:35

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې د امریکا له لوري د ایران د بندرونو محاصره “د جګړې عمل” ګڼي او دا یې د روان اوربند ښکاره سرغړونه بللې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، عراقچي په «ایکس» کې لیکلي، چې ایران د «محدودیتونو د بې‌اغېزې کولو»، «له خپلو ګټو د دفاع» او «د زورزیاتي پر وړاندې د مقاومت» وړتیا لري.

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د ایران د بندرونو د محاصرې او د هرمز تنګي د بیا پرانېستلو پر سر ترینګلتیاوې روانې دي.