د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۸ زره کډوال د خوندیتوب یا غوره ژوند د موندلو په هڅه کې په ټوله نړۍ کې مړه یا ورک شوي دي، او خبرداری یې ورکړی چې د کډوالۍ لارې ورځ تر بلې خطرناکې کېږي.
د دې ادارې د بشري مرستو او بیا رغونې د څانګې مشرې ماریا موېتا په جنیوا کې خبریالانو ته ویلي، دا شمېرې ښيي چې نړیوال وضعیت مخ په خرابېدو دی.
نوموړې زیاته کړې: «په اسیا کې تر بل هر وخت زیاتې مړینې ثبت شوې دي، چې پکې سلګونه روهینګیا او افغانان هم شامل دي.»
موېتا ویلي، که څه هم د کډوالۍ فشارونه لا هم لوړ دي، خو لارې بدلې شوې دي؛ ځکه جګړې، اقلیمي بدلونونه، د کار بازار اړتیاوې او د تګلارو بدلونونو د سفرونو بڼه بدله کړې، چې له امله یې لارې اوږدې او ډېرې خطرناکې شوې دي.
هغې زیاته کړې: «هغه څه چې موږ یې وینو دا دي چې لارې بدلېږي. ځینې پخوانۍ لارې کمې کارول کېږي، خو سفرونه اوږده، ټوټه ټوټه او ډېر خطرناک شوي دي.»
د یاد سازمان یوې بلې چارواکې اندریا ګارسیا ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال شمېرې د ۲۰۲۴ کال په پرتله لږې دي، ځکه په ۲۰۲۴ کال کې ۹،۱۹۷ کډوال مړه ثبت شوي وو، خو هغې خبرداری ورکړی چې دا کمښت ښايي د معلوماتو د کمښت او د تایید ستونزو له امله وي.
هغې زیاته کړې، شاوخوا ۱،۵۰۰ نورې مړینې یا ورکېدنې هم اټکل کېږي، خو تایید شوې نه دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان په وینا، د مرکزي مدیترانې سمندر لا هم د کډوالۍ تر ټولو مرګونې لار ده، په داسې حال کې چې د بنګال په خلیج کې مړینې د درېیم پرلهپسې کال لپاره زیاتې شوې دي. دغه سازمان وایي، هغه ځمکنۍ لارې چې افغانان د افغانستان پرېږدي، هم د نړۍ له تر ټولو خطرناکو لارو څخه شمېرل کېږي.په وروستیو کلونو کې د جګړو، بېوزلۍ، اقلیمي بدلونونو او سیاسي بېثباتۍ له امله د کډوالۍ کچه لوړه شوې ده. په ځانګړي ډول افغانان، چې د اقتصادي ستونزو او محدودو فرصتونو له امله هېواد پرېږدي، له خطرناکو لارو ګټه اخلي.
د نړیوالو بنسټونو په وینا، د خوندي او قانوني لارو نشتوالی د دې لامل شوی چې ډېر کډوال له قاچاقي او ناامنو مسیرونو استفاده وکړي، چې دا چاره د مرګ ژوبلې خطر زیاتوي.