د طالبانو د غزني امنیه قومنداني وايي، تېره ورځ او تېره شپه ناوخته په دغه ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله څلور کسان وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.
د یادې قومندانۍ په وینا، یوه پېښه د قرهباغ ولسوالۍ د کوټه سیمې
اړوند د کابل– کندهار پر لویه لاره
د دوو مسافر وړونکو او یوه بار وړونکي موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې، او
بله پېښه د واغظ ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي په سیمه کې د یوه موټر د چپه کېدو له
کبله شوې ده.
د معلوماتو له مخې، په لومړۍ پېښه کې اووه کسان ټپیان شوي او په دوهمه
کې څلور کسان ژوند له لاسه ورکړی دی.
سرچینې زیاته کړې، چې دواړه پېښې د چلوونکو د بېاحتیاطۍ له امله
رامنځته شوې دي.