Search

هرات کې درې وسله‌ وال غله ټپیان او نیول شوي

News image
2 غویی 1405 - 12:58

د طالبانو د هرات امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت په کرُخ ولسوالۍ کې درې وسله ‌وال غله ویشتل شوي او ژوندي نیول شوي دي.

یادې قومندانۍ نن (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کسان د امنیتي ځواکونو له لوري په ځوابي برید کې ټپیان او نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې یادو کسانو د کرُخ ولسوالۍ د سیند په مسیر کې لارې تړلې وې او خلک یې لوټل.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په هرات او یو شمېر نورو ولایتونو کې د لارې شکولو او وسله‌ والو غلاوو پېښې رامنځته کېږي.