Search

د طالبانو او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو پر دوه‌اړخیزو اړیکو او سیمه ‌ییزو موضوعاتو خبرې وکړې

News image
2 غویی 1405 - 14:41

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د یاد وزارت وزیر امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د وزارت په وینا، په دې ټیلیفوني تماس کې دواړو لورو د دوه‌اړخیزو اړیکو د وروستیو بدلونونو او همداراز د مهمو سیمه ‌ییزو مسایلو په اړه د نظر تبادله کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي جې امیرخان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو بهیر مثبت او د پرمختګ په حال کې بللی او د سوداګریزو راکړو ورکړو د کچې له زیاتوالي او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو له پراختیا یې خوښي څرګنده کړې ده.

نوموړي همداراز د ایران او امریکا له لوري د ډیپلوماسۍ پر بنسټ چلند یو رغوونکی ګام بللی او د ستونزو د حل لپاره یې پر خبرو اترو او مذاکرې ټینګار کړی دی.

د اعلامیې له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي هم د دوه‌ اړخیزو اړیکو د پرمختګ او د همکاریو د زیاتوالي ستاینه کړې او د دې اړیکو د لا پراختیا په اړه یې خپل نظرونه له افغان لوري سره شریک کړي دي.

په دې تماس کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر خپل افغان سیال د ایران او امریکا ترمنځ د روانو مذاکراتو د وروستي وضعیت په اړه هم معلومات ورکړي دي.