د اې بي سي د راپور له مخې، د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره په دې غور کوي چې هغه سلګونه افغانان چې له امریکایي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه، د امریکا پر ځای د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته واستوي.
د راپور پر بنسټ، شاوخوا ۱۱۰۰ افغانان چې پکې ژباړونکي او د امریکایي پوځیانو د کورنیو غړي هم شامل دي، دا مهال د قطر په دوحه کې د امریکا تر مدیریت لاندې په یوه انتقالي مرکز کې ساتل کېږي. په دې ډله کې له ۴۰۰ ډېر ماشومان او سلګونه ښځې شاملې دي.
د افغان ایواک بنسټ مشر، شاون وانډایور، ویلي چې د دې طرحې په اړه ورته د څو چارواکو له لوري معلومات ورکړل شوي دي. هغه زیاته کړې چې ښايي دغو افغانانو ته دا انتخاب ورکړل شي چې یا خو په خپله خوښه کانګو ته ولاړ شي او یا افغانستان ته بېرته ستانه شي، هغه هېواد چې د طالبانو تر واک لاندې دی او هلته دوی د ګواښونو سره مخ کېدای شي.
سپینې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
وانډایور دا وړاندیز سخت غندلی او ویلي یې دي چې کانګو یو مناسب او خوندي ځای نه دی. د هغه په وینا، دا چې افغانانو ته د جګړې ځپلي هېواد ته د تګ او یا هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د ستنېدو تر منځ انتخاب ورکړل شي، دا هېڅکله هم رضاکارانه پرېکړه نه شي بلل کېدای.
کانګو د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې له سخت بشري ناورین سره مخ دی، او هلته بېلابېلې وسلهوالې ډلې د سیمو پر سر جګړه کوي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۴ کال د وږي تر میاشتې پورې شاوخوا ۸.۲ میلیونه کسان بېځایه شوي دي، او تمه ده چې دا شمېر نور هم لوړ شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانانو د رضاکارانه بیا مېشتېدو لپاره د لارو چارو ارزونه روانه ده، خو د روانو خبرو په اړه یې جزییات نه دي ورکړي. د دغه وزارت ویاند ویلي، درېیم هېواد ته لېږد کېدای شي د هغو کسانو لپاره یو خوندي حل وي چې د بیا مېشتېدو په تمه دي.
د افغان ایواک په وینا، تر دې مخکې له ۱۹۰ زرو ډېر هغه افغانان چې له امریکا سره یې همکاري کړې وه، د سختو ارزونو له تېرېدو وروسته امریکا ته لېږدول شوي دي. پاتې ۱۱۰۰ کسان هم د همدې بهیر له مخې ارزول شوي دي.
د دې راپور شوې طرحې پر وړاندې د امریکایي پخوانیو سرتېرو، قانون جوړونکو او د افغان ټولنې غړو سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دا کار له بشري اصولو سره په ټکر کې دی او د امریکا ژمنې زیانمنوي. د حقونو ملاتړو له کانګرس څخه غوښتي چې مداخله وکړي او دغه افغانان دې امریکا ته پرېږدي.
د ټرمپ ادارې په ۲۰۲۵ کال کې د کډوالۍ د محدودیتونو د پراخې تګلارې په ترڅ کې د افغانانو د بیا مېشتېدو پروګرام ځنډولی و.