Search

د تخار په ولایتي روغتون کې د چاقو برید؛ ۵ کسان ټپیان شوي

News image
3 غویی 1405 - 08:57

د تخار ولایت ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکزي روغتون کې یو پایواز (د ناروغ ملګری) د نسایي او ولادي څانګې دننه پر روغتیايي کارکوونکو او ډاکټرانو د چاقو برید کړی دی.

د سرچینو په وینا، دا پېښه د ۱۴۰۵ کال د ثور په ۳مه، د پنجشنبې په ورځ رامنځته شوې چې له امله یې لږ تر لږه پنځه تنه، د څو روغتیايي کارکوونکو په ګډون، ټپیان شوي دي.

د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

د دې برید د انګېزې او د بریدګر د هویت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي، خو ویل کېږي چې د طالبانو امنیتي ادارو او د روغتون مسؤلینو د پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي.

د طالبانو ځایي چارواکو تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

دا په داسې حال کې ده چې په ځینو دولتي روغتونونو کې یو شمېر ناروغان او د هغوی پایوازان د ډاکټرانو له لوري د بې‌پروايۍ او کم‌پاملرنې شکایتونه کوي؛ هغه موضوع چې کله ناکله د پایوازانو او روغتیايي کارکوونکو ترمنځ د شخړو لامل هم ګرځي.