Search

میدان ‌وردګ کې د دېوال نړېدو له امله دوې ښځې مړې شوې دي

News image
3 غویی 1405 - 09:33

د میدان‌وردګ ولایت د طالبانو مسوولینو ویلي چې د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د دېوال نړېدو له امله دوې ښځې مړې شوې دي.

د میدان‌وردګ د طالبانو د ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې، دا پېښه د ۱۴۰۵ کال د ثور په ۲مه، د چهارشنبې په ورځ، د جغتو ولسوالۍ اړوند د «دهنې» کلي کې رامنځته شوې ده.

د خبرپاڼې پر بنسټ، مړې شوې ښځې ۱۵ او ۲۲ کلنې وې چې د دېوال د نړېدو له امله یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

څو ورځې وړاندې هم په همدې ولسوالۍ کې د ورته پېښې له امله دوه ماشومان مړه شوي وو.

د راپورونو له مخې، د تېرو څو اوونیو پرله‌پسې ورښتونو له امله د کورونو د بامونو او دېوالونو د نړېدو لسګونه پېښې ثبت شوې دي. همداراز، د سېلابونو او غرښوېدنو له کبله په دې موده کې نږدې ۲۰۰ تنه هېوادوال مړه شوي دي.

د یادونې ده چې وروستیو ورښتونو په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۰ زره کورونه ویجاړ کړي او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې یې هم زیانمنې کړې دي.