Search

بدخشان کې دوو ترافیکي پېښو له امله ۱۰ کسانو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې ده

News image
3 غویی 1405 - 09:49

د بدخشان د طالبانو امنیه قومنداني وايي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله درې کسان وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

د یادې قومندانۍ په وینا، دا پېښې د ۱۴۰۵ کال د ثور په ۲مه، د چهارشنبې په ورځ رامنځته شوې دي.

د معلوماتو له مخې، لومړۍ پېښه د فیض‌آباد ښار اړوند د «سمدره» په سیمه کې د فیض‌آباد–ارغنچخواه پر لاره د یوه فلانکوچ موټر د چپه کېدو له امله شوې چې پکې یو کس وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

دوهمه پېښه د شهر بزرگ ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

سرچینه زیاتوي چې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.