د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست له لوري نن (پنجشنبه) د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د غېږنیونې دودیزې لوبې نړیوالې سیالۍ پیل شوې.
په دې مراسمو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د
کرنې وزیر عطاءالله عمري، په کابل کې د یو شمېر هېوادونو د سفارتونو ډیپلوماټانو
او سلګونو نندارچیانو ګډون کړی و.
د بدني روزنې او سپورټ ریاست مشر احمدالله وثیق د دغو سیالیو د
پرانیستې په مراسمو کې وویل چې په دې جشنواره کې د افغانستان ترڅنګ له ایران،
ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان، ترکمنستان او ترکیې څخه شاوخوا ۱۰۰ کورنیو او ۶۰
بهرنیو لوبغاړو ګډون کړی دی.
د نوموړي په وینا، سیالۍ به درې ورځې دوام وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د کابل په کوربهتوب
د دغو سیالیو ترسره کېدل د افغانستان لپاره ویاړ بللی او هیله یې څرګنده کړې چې په
راتلونکي کې دې ورته نورې نړیوالې سپورتي جشنوارې هم په کابل کې ترسره شي.