د طالبانو تر ادارې لاندې رسنیو راپور ورکړی چې د سېلابونو له امله په بادغیس ولایت کې پنځه تنه او په سمنګان کې یو کس مړ شوی دی.
د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلوېزیون نن (پنجشنبه، د ۱۴۰۵ کال د ثور ۳مه) د بادغیس د ځايي مسوولینو له قوله ویلي چې قربانیان د دغه ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ اوسېدونکي دي، چې درې ماشومان او دوه ښځې پکې شامل دي.
د مسوولینو په وینا، دغو سېلابونو یو شمېر استوګنیزو کورونو او کرنیزو ځمکو ته هم زیانونه اړولي دي.
په همدې حال کې، په سمنګان ولایت کې هم یو کس چې ذکریالله نومېږي او د درهصوف پایین ولسوالۍ اوسېدونکی و، د سېلاب له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ویل شوي چې د نوموړي جسد د طالبانو د ځايي ځواکونو او د خلکو په مرسته له سیمې څخه تر موندلو وروسته خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.