Search

طالبان: د افغانستان غرنیو سیمو ته د اقلیمي ګواښونو پر وړاندې نړیوال ملاتړ ته اړتیا ده

News image
4 غویی 1405 - 10:59

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مطیع‌الحق خالص د قزاقستان په استانه ښار کې د «غرونه او اقلیمي بدلونونه: له زیانمنتیا تر دوامدارې ودې» تر سرلیک لاندې په یوې تخصصي غونډه کې ګډون کړی دی.

یادې ادارې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې دا غونډه د ۱۴۰۵ کال د ثور په ۳مه  ترسره شوې، چې پکې ګډونوالو د غرنیو سیمو پر وړاندې د اقلیمي بدلونونو له امله رامنځته شویو ننګونو او ګواښونو، لکه د ځایي ټولنو زیاتېدونکې زیان‌مننه، د اوبو د سرچینو کمښت او د ایکوسیستمونو تخریب، په اړه بحثونه کړي دي.

په غونډه کې د غرونو د اهمیت په اړه هم ټینګار شوی، چې د حیاتي سرچینو په برابرولو او د چاپېریال د توازن په ساتلو کې مهم رول لري.

د سرچینې په وینا، د افغانستان د چاپېریال وضعیت او د دې هېواد غرنیو سیمو ته د نړیوالې ټولنې د لا زیاتې پاملرنې اړتیا هم د بحث مهمه برخه وه. همداراز، د اقلیمي بدلونونو سره د تطابق په برخه کې د تخنیکي همکاریو پیاوړتیا او د پانګونې زیاتوالی هم مطرح شوي دي.

د اعلامیې له مخې د غونډې په پای کې نړیوالو پلاتفورمونو ته وړاندیزونه وړاندې شوي، چې له مخې یې باید غرني سیمې د اقلیمي پانګونې لپاره د لومړیتوب ساحو په توګه وپېژندل شي.

په اعلامیه کې زیاته شوي ګډونوالو د دې سیمو لپاره د مستقیمو تخنیکي مرستو د وړاندې کولو لپاره د اغېزمنو میکانېزمونو پر جوړېدو هم ټینګار کړی دی.

دا غونډه د غرنیو سیمو د ساتنې اهمیت ته د نړیوال پام د راجلبولو او د اقلیمي بدلونونو په شرایطو کې د دوامدارې ودې د هڅو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.