Search

د امریکا د تابعیت لغوه کولو پراخ اقدام؛ سلګونه کسان په نښه شوي

News image
4 غویی 1405 - 11:58

نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د امریکا د عدلیې وزارت د تابعیت د لغوه کولو د قضیو د چټکتیا په موخه د سلګونو طبیعي تابعیت لرونکو کسانو د تابعیت د بېرته اخیستلو لړۍ پیل کړې ده.

د راپور له مخې، د عدلیې وزارت ۳۸۴ بهرني‌الاصله امریکایان په نښه کړي چې غواړي د هغوی تابعیت لغوه کړي، او پلان لري چې د دغو کسانو دوسیې د امریکا په لسګونو فدرالي څارنوالیو کې وڅېړل شي.

چارواکو ویلي چې په ۳۹ سیمه‌ییزو څارنوالیو کې مدني څارنوالان به دا قضیې پر مخ وړي، چې دا د پخواني کړنلارې په پرتله بدلون بلل کېږي او ښايي د تابعیت د لغوه کولو بهیر چټک کړي.

د امریکا د قانون له مخې، تابعیت هغه مهال لغوه کېدای شي چې د درغلۍ له لارې ترلاسه شوی وي، لکه جعلي واده یا د داسې معلوماتو پټول چې که څرګند شوي وای نو د تابعیت وړتیا یې له منځه وړله. په ځینو مواردو کې هغه کسان هم هدف ګرځي چې ځانګړي جرمونه یې ترسره کړي وي.

د دې بهیر لپاره حکومت باید محکمې ته شواهد وړاندې کړي، او دا پروسه عموماً پېچلې او اوږده وي.

دا اقدام د ډونالډ ټرمپ د ادارې د کډوالۍ د سختو سیاستونو برخه بلل کېږي، چې د کډوالۍ کنټرول او د تابعیت د وضعیت د لا سختې څارنې تمرکز لري.