Search

بغلان کې د سیلابونو له امله درې کسان مړه او لسګونه کورونه زیانمن شوي

News image
4 غویی 1405 - 12:15

په بغلان د طالبانو د ولایت مقام د مطبوعاتو ریاست وايي چې د دغه ولایت په خنجان او دهنه غوري ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

سرچینې زیاته کړې چې د ۱۴۰۵ کال د ثور په ۴مه نېټه، د رامنځته شويو سېلابونو له امله په خنجان ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوي دي.

همداراز، په دهنه غوري ولسوالۍ کې ۱۳ کورونه او د «چشمه جنگان» سیمه هم تخریب شوې ده.

د ولایت مقام ویلي چې د زیانمنو کورنیو لپاره د مرستو رسولو په موخه اړوندو ادارو او ولسوالیو ته لازمې لارښوونې شوې دي، او د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ژغورنې ډلې هم سیمې ته رسېدلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر ورځ