Search

ننګرهار کې د نشه ‌يي توکو قاچاق او خرڅلاو په تړاو ۲۸ کسان نیول شوي

News image
4 غویی 1405 - 14:32

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي چې په ننګرهار ولایت کې د نشه‌يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو ۲۸ کسان نیول شوي دي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو له لوري نیول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، له نیول شویو کسانو سره نږدې اووه زره د نشه‌يي ټابلیټونو ګولۍ، سربېره پر دې تریاک، شیشه او چرس هم ترلاسه شوي دي.

وزارت زیاته کړې چې یاد کسان به د لومړنیو څېړنو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.