د بي بي سي د راپور له مخې، د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پوځ ته امر کړی چې په لبنان کې د حزب الله پر اهدافو “شدید بریدونه” وکړي، دا په داسې حال کې چې یوازې دوه ورځې وړاندې اوربند د درېیو اوونیو لپاره وغځول شو.
د دغه امر په تعقیب تازه اسراییلي بریدونه شوي، چې د شنبې په ورځ د لبنان په جنوب کې لږ تر لږه شپږ کسان پکې وژل شوي دي. د اسراییلو او حزبالله ترمنځ پرلهپسې سرحدي نښتو نازک اوربند نور هم کمزوری کړی او د هغې بېثباتي یې په ډاګه کړې ده.
یاد اوربند، چې تاوتریخوالی یې راکم کړی خو بشپړ نه دی درولی، د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د دواړو لورو د استازو تر خبرو وروسته وغځول شو.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د شنبې په ورځ سهار اسراییلي بریدونو د نبطیه ولایت په یحمر الشقیف ښارګوټي کې یو موټر او یوه موټرسایکل په نښه کړل، چې د لبنان د روغتیا وزارت په وینا څلور کسان پکې ووژل شول. همدارنګه، د بنت جبیل سیمې په صفد البطیخ کېپه جلا برید کې دوه نور کسان وژل شوي او ۱۷ تنه ټپیان شوي دي.
د اسراییلو پوځ ویلي، هغه درې د حزبالله غړي “له منځه وړي” چې په یوه وسلوال موټر کې روان وو، او یو بل کس یې هم پر موټرسایکل سپور هدف ګرځولی دی. پوځ زیاته کړې چې د لیتاني په سیمه کې، چېرې چې اسراییلي ځواکونه د خپل اعلان شوي حایلي زون په چوکاټ کې ځای پر ځای دي، دوه نور وسلوال کسان هم وژل شوي دي.
اسراییلي پوځ همدارنګه ویلي چې د ملکیا سیمې ته نږدې یې یو “مشکوک هوايي هدف” تشخیص کړی، او دا پېښه یې د اوربند بله سرغړونه بللې ده.
په ځواب کې، حزبالله ویلي چې د لبنان په جنوب کې یې د اسراییلو یو پوځي موټر په نښه کړی، او دا اقدام یې د یحمر الشقیف د مخکیني برید په غبرګون کې کړی دی.
د نتانیاهو له امر وروسته، د لبنان دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې د بنت جبیل، صور او نبطیه په ولسوالیو کې پر بېلابېلو سیمو ګڼ اسراییلي بریدونه شوي دي.
اسراییلي پوځ ویلي چې د لبنان په جنوب کې یې د حزبالله هغه تاسیسات په نښه کړي چې پوځي موخو لپاره کارېږي، او ټینګار یې کړی چې د اسراییلي ملکي وګړو او سرتېرو پر وړاندې د ګواښونو پر ضد به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
اسراییل لا هم د لبنان د جنوب په پراخو سیمو کې پوځي حضور لري او هلته یې پراخې ویجاړونې روانې ساتلې دي.
په ورته مهال، د رسنیو د ازادۍ ائتلاف په لبنان کې پر خبریالانو وروستي بریدونه “د منلو وړ نه” بللي دي. دغه ائتلاف، چې بریتانیا او فنلنډ هم پکې شامل دي، له ټولو لورو غوښتي چې د رسنیو د کارکوونکو خوندیتوب او ازادي یقیني کړي.
د اوونۍ په پیل کې لبناني خبریاله امل خلیل په یوه اسراییلي برید کې وژل شوې، او ازاده عکاسه زینب فرج ټپي شوې ده. لبناني چارواکو ویلي چې یاد خبریالان په قصدي ډول هغه مهال په نښه شوي وو چې د لومړني برید وروسته یې پناه اخیستې وه، خو د اسراییلو پوځ دا ادعا رد کړې ده.