Search

ملګري ملتونه: افغانستان د شدیدې خوراکي نا امنۍ له تر ټولو اغېزمنو هېوادونو څخه دی

News image
6 غویی 1405 - 10:55

افغانستان د ملګرو ملتونو د نوي نړیوال راپور له مخې د شدیدې خوراکي ناامنۍ له تر ټولو اغېزمنو هېوادونو څخه دی.

راپور ښيي چې شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه افغانان د لوړې کچې خوراکي ناامنۍ سره مخ دي، چې دا د هېواد نږدې ۳۶ سلنه نفوس جوړوي.

افغانستان د هغو لسو جګړه‌ځپلو هېوادونو له ډلې دی چې د نړۍ د شدیدې لوږې نږدې دوه پر درېیمه برخه خلک پکې ژوند کوي.

په نړیواله کچه هم ۲۶۶ میلیونه کسان په ۴۷ هېوادونو کې د شدیدې خوراکي ناامنۍ سره مخ دي، چې جګړه یې تر ټولو لوی لامل بلل شوی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې لوږه په ډېرو هېوادونو کې له لنډمهاله حالت څخه د دوامدار بحران بڼه غوره کړې ده.

راپور همدارنګه د ماشومانو وضعیت ته اشاره کوي، چې په میلیونونو یې له خوارځواکۍ سره مخ دي.

ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی چې که بشري مرستې زیاتې نه شي او د جګړو اغېزمن عوامل کنټرول نه شي، نو د خوراکي ناامنۍ وضعیت به په راتلونکو کلونو کې لا خراب شي.