د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان او سیمې ترمنځ کلتوري یووالی او تاریخي اړیکې یادې کړې او ویلي یې دي چې غواړي د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې له نړۍ سره د افغانستان اړیکې لا پیاوړې کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، متقي دا څرګندونې په کابل کې د
دودیزې غېږنیونې د جشنوارې تر پای ته رسېدو وروسته د ګډون کوونکو هېوادونو له
استازو سره د لیدنې پر مهال کړې دي. هغه په دغه جشنواره کې د بهرنیو استازو له
ګډون څخه مننه هم کړې ده.
نوموړي همدارنګه ډاډ ورکړی چې د ورزشکارانو لپاره د ویزو او نورو
اسانتیاوو د برابرولو هڅې روانې دي.
یادې سیالۍ چې د افغانستان او د ایران، ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان،
قزاقستان او ترکیې د شاوخوا ۱۶۰ لوبغاړو په ګډون د درې ورځو لپاره په کابل کې
ترسره شوې، د بېلابېلو رشتو په پایلو سره پای ته ورسېدې. په کورش کې ازبکستان، په
رستمي غېږنیونه کې افغانستان او په کشتينګیري کې تاجکستان لومړي مقامونه خپل کړل.