د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) راپور ورکړی چې په افغانستان کې د امنیتي پېښو زیاتوالی د مرستو رسولو بهیر اغېزمن کړی، په داسې حال کې چې د هېواد د لوږې بحران هم مخ په زیاتېدو دی.
اوچا ویلي، د روان کال د مارچ په میاشت کې ۸۶ امنیتي پېښې او د مرستو د بهیر د ګډوډۍ موارد ثبت شوي، چې له امله یې یو مرستندوی کارکوونکی وژل شوی دی.
د راپور له مخې، ډېری پېښې د هېواد په ختیځو او سوېل ختیځو سیمو کې، په ځانګړي ډول د سرحدي ترینګلتیاوو پر مهال رامنځته شوې دي. همدارنګه، په همدې موده کې درې مرستندوی کارکوونکي نیول شوي دي.
اوچا د مرستو د رسولو پر وړاندې د جدي خنډونو یادونه هم کړې، چې پکې د نورستان ولایت د کامدېش او برګمټال ولسوالیو د لارو بندېدل شامل دي، چې بشري عملیات یې سخت اغېزمن کړي دي.
راپور زیاتوي چې پر ښځو محدودیتونو هم د مرستو بهیر اغېزمن کړی، او لږ تر لږه ۱۴ داسې پېښې ثبت شوې دي چې ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه نه ده ورکړل شوې، چې پکې په ننګرهار کې د قابلګۍ له روزنیز پروګرام څخه د هغوی محرومول هم شامل دي.
دغه ستونزې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې افغانستان د نړۍ د شدیدې لوږې له تر ټولو سختو بحرانونو څخه یو سره مخ دی او د ۲۰۲۶ کال د خوړو د بحرانونو په نړیوال راپور کې پنځم ځای لري.
مرستندویه ادارې خبرداری ورکوي چې میلیونونه افغانان لا هم پر بشري مرستو متکي دي، او د لاسرسي محدودیتونه او ناامني د هېواد لا دمخه نازک وضعیت نور هم خرابوي.
سربېره پر دې، سېلابونو، درنو بارانونو او طبیعي پېښو د مرستو هڅې لا پېچلې کړې دي، ځکه چې زیربناوې یې زیانمنې کړې او اړمنو خلکو ته د مرستو رسېدل یې ستونزمن کړي دي.
بشري بنسټونه ټینګار کوي چې دوامداره محدودیتونه، د بودجې کمښت او امنیتي ګواښونه کولای شي بحران نور هم ژور کړي او د خوړو، روغتیايي خدمتونو او عمومي ثبات پر وضعیت منفي اغېز وکړي.