Search

طالبان او سعودي پر دوه ‌اړخیزو اړیکو، په سعودي کې افغانانو ته د اسانتیاوو پر برابرولو او سیمه ‌ییزو مسایلو غږیدلي

News image
7 غویی 1405 - 06:55

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان ترمنځ په ټیلیفوني مکالمه کې پر دوه‌اړخیزو اړیکو، په سعودي عربستان کې د مېشتو افغانانو پر اسانتیاوو او سیمه‌ییزو مسایلو خبرې شوې دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د خبرو په پیل کې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او په سیمه کې یې د ثبات لپاره د سعودي هڅې ستایلې دي.

سرچینه وايي امیر خان متقي له سعودي لوري مننه کړې چې په هغه هېواد کې یې مېشتو افغانانو ته د «معلوماتو لېږد» په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړې دي، او د چارو د لا ښه پرمختګ لپاره یې په ډیپلوماتیکو استازولیو کې د بشري ظرفیت لوړول مهم بللي دي.

د اعلامیې له مخې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او د ډیپلوماتیکو استازولیو د ظرفیت لوړولو هرکلی یې کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې شهزاده فیصل بن فرحان همداراز په سیمه کې ثبات د ټولو لپاره مهم بللی او د شخړو د پای ته رسېدو لپاره یې پر خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ټینګار کړی دی.

دواړو لوریو د اړیکو پر دوام او په مناسب فرصت کې د لیدنو ژمنه کړې ده.