نن د ۱۴۰۵ کال د ثور اوومه ده، چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې د ۱۳۵۷ کال د پوځي کودتا له کلیزې سره برابره ده؛ هغه پېښه چې ۴۸ کاله وړاندې د خلق دیموکراتیک ګوند له لوري د محمد داوود خان حکومت نسکور کړ.
دغه کودتا، چې د پوځ د ځینو افسرانو او د ګوند د غړو په ملاتړ ترسره
شوه، د هېواد سیاسي نظام یې له جمهوري جوړښت څخه سوسیالیستي لوري ته واړاوه. په
همدې ورځ، محمد داوود خان او د هغه د کورنۍ ګڼ غړي ووژل شول او واک د خلق
دیموکراتیک ګوند لاس ته ولوېد.
له کودتا وروسته، د نورمحمد تره کي په مشرۍ نوی حکومت اعلان شو او د
پراخو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اصلاحاتو هڅې پیل شوې، خو دا بدلونونه له پراخو
مخالفتونو، داخلي اختلافاتو او وسلهوالو پاڅونونو سره مخ شول.
د تاریخپوهانو په باور، د ثور اوومې پېښه د افغانستان په سیاسي مسیر
کې یو مهم بدلون بلل کېږي، ځکه چې له هغې وروسته هېواد د اوږدې بېثباتۍ، بهرنیو
مداخلو او جګړو لړۍ ته داخل شو، چې اغېزې یې تر اوږدې مودې پورې دوام وکړ.
همداراز، دا کودتا د سیمې او نړیوالو قدرتونو د سیالۍ یوه نوې مرحله
هم رامنځته کړه، چې وروسته یې د ۱۳۵۸ کال د شوروي ځواکونو د مداخلې لپاره زمینه
برابره کړه.
شنونکي ټینګار کوي چې د دې ورځې ارزونه تر اوسه هم د افغانانو ترمنځ
بېلابېل لیدلوري لري، خو په ټوله کې د هېواد په معاصر تاریخ کې د یوه بنسټیز بدلون
د پیل په توګه یادېږي.