جسټنیوز راپور ورکړی چې د امریکا په یوه فدرالي محکمه کې وړاندې شوي نوي شواهد ښيي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶مه د کابل هوايي ډګر د ابي دروازې په خونړي برید کې ښايي د حقاني شبکې اړوند د طالبانو ځینې عناصر ښکېل وو؛ سره له دې چې دغه برید داعش خراسان ډلې پر غاړه اخیستی او طالبانو هر ډول لاس لرل رد کړي دي.
د راپور له مخې، د داعش خراسان ډلې د یوه شکمن همکار، محمد شریف الله، د محاکمې پر مهال استخباراتي لنډیزونه او د شاهدانو څرګندونې وړاندې شوې، چې پکې ویل شوي د حقاني شبکې پورې تړلي طالب عناصر ښايي د برید په اسانتیا برابرولو کې رول درلود.
شریف الله، چې په “جعفر” هم پېژندل کېږي، د داعش خراسان ډلې ته د مرستې برابرولو په تور تورن دی چې د مرګ ژوبلې لامل شوې، خو هغه پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.
د محکمې په بهیر کې د مدافع وکیلانو له لوري د امریکا د استخباراتي راپورونو لنډیزونه وړاندې شول، چې پکې ویل شوي د حقاني شبکه او د هغې مشر سراجالدین حقاني ښايي په یو ډول له دې برید سره تړاو لرلی وي. خو د FBI یوه مامور محکمې ته ویلي، چې ځینې دغه معلومات “خام استخبارات” دي او لا تر اوسه بشپړ تایید شوي نه دي.
دغه برید د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶مه د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د ابي ګېټ په دروازه کې وشو، چې پکې یوه ځانمرګي بریدګر ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۷۰ افغان ملکي وګړي ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.
داعش خراسان ډلې د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی، خو طالبانو بیا بیا په کې هر ډول ښکېلتیا رد کړې ده.
په محکمه کې یوه افغان-امریکايي ژباړن، علي رضا حسني، شاهدي ورکړې چې د ابي ګېټ شاوخوا سیمې چې د حقاني شبکې اړوند د طالبانو تر کنټرول لاندې وې، د تخلیې پر مهال د امریکايي ځواکونو پر وړاندې دښمنانه چلند درلود. هغه دغه ډله د طالبانو له تر ټولو تاوتریخوالي ډکو څانګو څخه وبلله او ویلي یې دي، ځینې قوماندانان د طالبانو له مرکزي همغږۍ سرغړونه کوله.
راپور همداراز د ځینو استخباراتي ادعاوو یادونه کوي چې ګواکې د داعش خراسان ډلې مشر ثناءالله غفاري له دې وړاندې له حقاني شبکې سره اړیکې لرلې، چې ښايي د عملیاتو د همغږۍ او د برید شبکو ته د لاسرسي زمینه یې برابره کړې وي.
امریکايي څارنوالانو د مدافع لوري ادعاوې رد کړې او ویې ویل، دا به غیرمنطقي وي چې امریکا له طالبانو سره استخباراتي معلومات شریک کړي، که چېرې هغوی له داعش خراسان سره همکاري لرله. هغوی دا هم ویلي چې ځینې راپورونه ښيي د طالبانو غړي هم په دې برید کې وژل شوي وو، خو دا ادعا تر پوښتنې لاندې ده.
دا قضیه د ویرجینیا ایالت په یوه فدرالي محکمه کې روانه ده، او تمه ده چې د وروستیو دلایلو له وړاندې کېدو وروسته به جرګه پرېکړه وکړي.
راپور ټینګار کوي چې د ابي ګېټ( ابي دروازې) برید کې د داعش خراسان او د حقاني شبکې د احتمالي اړیکو په اړه ادعاوې له کلونو راهیسې مطرح دي، خو تر اوسه کومه قطعي پایله نه ده ترلاسه شوې.