روسیه یو ځل بیا له افغانستان سره د برېښنا او انرژۍ په سکتور کې د همکاریو د پراخولو پر ژمنتیا ټینګار کړی، دا خبرې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان برېښنا شرکت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې شوې دي.
د برېښنا شرکت د اعلامیې له مخې، د دې ادارې اجرائیوي رئیس عبدالحق همکار، چې په روسیه کې د طالبانو سفیر ګل حسن حسن یې ملتیا کوله، د مسکو د سفر پر مهال د روسیې د انرژۍ وزارت له مرستیال ولادیمیر خازوف سره لیدلي او د ګډو همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.
په ګډه ناسته کې، همکار د انرژۍ په برخه کې د دوهاړخیزو همکاریو پیاوړتیا مهمه بللې او ټینګار یې کړی چې د برېښنا، تخنیکي برخو او سوداګریزو اړیکو پراختیا ته اړتیا ده.
د روسیې د انرژۍ وزارت مرستیال ولادیمیر خازوف د برېښنا شرکت پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ، له افغانستان سره د انرژۍ په برخه کې د خپل هېواد پر ژمنتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د انرژۍ او اقتصادي اړیکو پراخول تل د دوی د ناستو مهمه برخه پاتې شوې او په دې برخه کې په دوامداره توګه کار کوي.
په دې ناسته کې، مولوي ګل حسن حسن او الحاج ملا عبدالحق همکار د سوداګریزو اړیکو تر څنګ د انرژۍ، برېښنا او تخنیکي همکاریو پراختیا مهمه بللې او د روسیې له ملاتړ څخه یې مننه کړې ده.