Search

د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف کابل ته رسېدلی

News image
8 غویی 1405 - 11:12

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد ضیا تکل ویلي چې د روسیې فدراسیون د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف په یوه رسمي سفر افغانستان ته رسېدلی دی.

تکل ویلي، ټاکل شوې چې نوموړی نن د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر او یو شمېر نورو مسؤلینو سره د سیاسي، اقتصادي او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه ناستې ولري.

د هغه په وینا، په دې لیدنو کې به د دواړو لورو ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو هم خبرې وشي.

تر دې مخکي یو شمېر روسي رسنیو ویلي وه، چي کابلوف کابل ته تللی او د طالبانو له چارواکو سره به د دوه اړخیزه اړیکو او سیمه ییزي همکارۍ د پراختیا په اړه لیدنې او خبرې ولري.