د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې نن (سهشنبه) په فاریاب ولایت کې د یو میلیارد او ۱۲۰ میلیون افغانیو په ارزښت د برېښنا د لېږد او وېش درې پروژې پیل شوې دي.
د یاد معاونیت په وینا، په دغو پروژو کې د فاریاب له مرکز څخه د
بلچراغ او ګرزیوان ولسوالیو ته د برېښنا لېږد، په بلچراغ ولسوالۍ کې د یوه سبسټېشن
جوړول، او په بلچراغ او پښتونکوټ ولسوالیو کې د برېښنا د لېږد شبکو پراختیا شامله
ده.
سرچینه زیاتوي، ټاکل شوې دغه پروژې د خصوصي شرکتونو له لوري په درې
کلونو کې بشپړې او د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شي.
د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به په درې ولایتونو کې
شاوخوا ۶۷۰ زره او ۵۳۵ پېرېدونکو ته برېښنا برابره شي.