د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د کورني کرکټ د کلني مهالوېش له مخې به د «امید وطن» په نوم د ملي شل اوریز جام سیالۍ د راتلونکې مې میاشتې پر ۲مه نېټه پیل شي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې دغه سیالۍ د هېواد د پنځو
زونونو د لوبډلو ترمنځ د کندوز په کوربهتوب ترسره شي.
کرکټ بورډ تېره ورځ د دغو سیالیو لپاره د لوبډلو نوملړونه هم اعلان
کړل، چې پکې نجیب الله ځدراڼ، حضرت الله ځاځی، اعجاز احمدزی، ذبید اکبري او عمران
میر د لوبډلمشرانو په توګه ټاکل شوي دي.
د دغو سیالیو موخه د کورني کرکټ پیاوړتیا او د ملي، الف او نولس کلنو
لوبډلو لپاره د وړ لوبغاړو موندل بلل شوې ده.
د یادونې وړ ده چې د ملي شل اوریز جام سیالۍ هر کال ترسره کېږي. د دې
سیالیو لومړی پړاو د «قوشتپه»، دوهم پړاو د «واخان» او سږنی درېیم پړاو د «امید
وطن» په نوم ترسره کېږي.
تمه کیږي چې دا سیالۍ به د هېواد په کورني کرکټ کې د لا پرمختګ او نوو
استعدادونو د راڅرګندېدو لپاره زمینه برابره کړي.