د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ وايي، له روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې په یوه ټلیفوني اړیکه کې د اوکراین جګړې د احتمالي اوربند په اړه خبرې کړې دي.
ترمپ خبریالانو ته ویلي چې په دې تماس کې یې د «محدود اوربند» وړاندیز کړی او زیاته کړې یې ده چې ښايي پوتین له دې طرحې سره موافقه وکړي.
د هغه په وینا، دا خبرې په داسې حال کې شوې چې د اوکراین د څلور کلنې جګړې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هڅې روانې دي.
بل لور ته، کرملین هم تایید کړې چې دواړو مشرانو د مې د نهمې نېټې په مناسبت، چې د پخواني شوروي اتحاد د نازي جرمني پر وړاندې د بریا کلیزه ده، د لنډمهاله اوربند په اړه خبرې کړې دي.
دا وړاندیز تر دې مخکې هم د مسکو له لوري مطرح شوی و، خو د اوکراین له همغږۍ پرته پاتې شوی و.
ترمپ، چې د سپینې ماڼۍ له اوول دفتره یې خبرې کولې، له پوتین سره خپلې اړیکې «ښې» بللې او ویلي یې دي چې دوی په منظم ډول له یو بل سره تماس لري.
هغه همداراز باور څرګند کړی چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یوې هوکړې ته رسېدل «نږدې» دي.
د امریکا ولسمشر د خپلو خبرو په بله برخه کې ویلي چې پوتین د ایران د غني شوي یورانیم په اړه د همکارۍ وړاندیز هم کړی، خو هغه ټینګار کړی چې د خبرو تمرکز یې د اوکراین جګړې پای ته رسول دي.
ترمپ تر دې وړاندې د اوکراین پر ولسمشر ولودیمیر زلنسکي هم نیوکه کړې وه او ویلي یې وو چې د روسیې سره د هوکړې نه منل د سولې خبرو ته زیان رسوي.
دا تماس په داسې حال کې ترسره کېږي چې د اوکراین جګړه لا هم روانه ده او د سیاسي حل لپاره ډیپلوماتیکې هڅې له جدي ننګونو سره مخ دي.