Search

افغانستان د رسنیو د ازادۍ په شاخص کې لا هم ۱۷۵م ځای کې پاتې دی

News image
10 غویی 1405 - 12:52

د بې‌پولو خبریالانو سازمان د تازه راپور له مخې، افغانستان لا هم د رسنیو د ازادۍ له پلوه د نړۍ د تر ټولو ټیټو هېوادونو په کتار کې دی او د ۱۸۰ هېوادونو ترمنځ یې ۱۷۵م ځای خپل کړی دی.

د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ نړیوال شاخص پر بنسټ، د افغانستان ځای د تېر کال په پرتله نه دی بدل شوی، خو د وروستیو څو کلونو بهیر د دې شاخص د پام وړ کمښت ښيي. معلومات څرګندوي چې افغانستان په شاوخوا پنځو کلونو کې په دې درجه‌بندۍ کې لسګونه پلې شاته تللی دی.

په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلونونو وروسته، د رسنیو پر فعالیتونو محدودیتونه زیات شوي او د خبریالانو لپاره کاري فضا نوره هم تنګه شوې ده. دا وضعیت په وروستیو کلونو کې دوام موندلی او د افغانستان ځای یې په دې شاخص کې پرله‌پسې ټیټ کړی دی.

د ۲۰۲۱ کال تر مخه، افغانستان په نسبي ډول په ښه موقعیت کې و، خو له سیاسي بدلونونو وروسته یې په درجه‌بندۍ کې د پام وړ شاتګ کړی او په راتلونکو کلونو کې هم دا نزولي بهیر روان پاتې شوی دی.

بې‌پولو خبریالان هر کال د رسنیو د ازادۍ وضعیت د اقتصادي، حقوقي، سیاسي، ټولنیزو او امنیتي شاخصونو له مخې ارزوي. د ۲۰۲۶ کال په راپور کې د حقوقي برخې کمښت تر نورو ډېر څرګند شوی، چې ښيي په ګڼو هېوادونو کې د رسنیو پر فعالیتونو قانوني محدودیتونه زیات شوي دي.

په نړیواله کچه هم راپور د وضعیت د خرابېدو خبر ورکوي؛ داسې چې اوس د نړۍ له نیمایي زیات هېوادونه د «سخت» یا «ډېر خراب» وضعیت په کتګوریو کې راځي. په ورته وخت کې ناروې لا هم د دې لېست په سر کې ده او اریتره تر ټولو وروستی ځای لري.