د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په افغانستان کې د نیول شویو خبریالانو د سمدستي او بېقید شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې او له طالبانو یې غوښتي چې ډاډ ترلاسه کړي، رسنیز کارکوونکي پرته له وېرې، ګواښ، ځورونې او نیول کېدو خپل کار ته دوام ورکړي.
هغه په یوه اعلامیه کې، چې د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې ته په درشل کې خپره شوې، خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د بیان ازادي په چټکۍ سره راټیټه شوې او وضعیت ورځ تر بلې محدود شوی دی؛ داسې چې سانسور، څارنه او پر خپلواکو راپورونو قانوني بندیزونه زیات شوي دي.
بېنېټ ویلي، خبریالان او رسنیز کارکوونکي له مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو سره مخ دي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې د نجونو او ښځو د حقونو په څېر حساسو موضوعاتو راپور ورکوي یا هم داسې پوښښ وړاندې کوي چې د طالبانو پر ضد تعبیر شي. د هغه په وینا، ګواښونه، وېرول او له بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ تورونه اوس عام شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان د خبریالانو مرکز په ۲۰۲۵ کال کې د خبریالانو د نیولو لږ تر لږه ۳۴ پېښې ثبت کړې دي. هغه ټینګار کړی چې ښځینه خبریالانې د تګ راتګ محدودیتونو، اجباري حجاب او په کاري چاپېریال کې د نابرابر چلند له امله له لا ډېرو ستونزو سره مخ دي.
په اعلامیه کې همداراز د مدني فضا پر تنګېدو هم اشاره شوې، چې له امله یې د بشري حقونو فعالان، مدني فعالان او منتقدین تر زیات فشار لاندې راغلي دي. بېنېټ ویلي، د کتابونو او رسنیزو محتواوو سانسور او معلوماتو ته د لاسرسي محدودیتونه د دې لامل شوي چې خبریالان او عام خلک په پراخه کچه ځانسانسوري وکړي.
سره له دې، هغه د افغان خبریالانو ستاینه کړې چې په هېواد دننه او جلاوطنۍ کې له ستونزو سره سره خپل کار ته دوام ورکوي، او دا یې د بشري حقونو د سرغړونو د افشا کولو او معلوماتو ته د عامه لاسرسي لپاره حیاتي بللی دی.
بېنېټ خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مالي او تخنیکي مرستو کمېدل هم رسنیز سکتور کمزوری کوي او د خبریالانو د خوندي فعالیت او دوامداره راپور ورکونې وړتیا محدودوي.
هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د خپلواکو رسنیو ملاتړ زیات کړي او د له خطر سره مخ خبریالانو د ساتنې میکانیزمونه پیاوړي کړي، ټینګار یې کړی چې ازاده او خپلواکه رسنۍ د افغانستان د راتلونکي لپاره بنسټیز ارزښت لري.