Search

د اسلامي همکاریو سازمان: له افغانستان سره د بشري مرستو دوام حیاتي دی

News image
11 غویی 1405 - 14:07

د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړي استازي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره د بشري مرستو بهیر، په ځانګړي ډول د خوړو خوندیتوب او روغتیايي خدماتو په برخو کې، دوام ومومي.

د دې سازمان د معلوماتو له مخې، مرستیال طارق علي بخیت د افغانستان په اړه د همغږۍ ډلې په غونډه کې ګډون کړی، چې د ۱۴۰۵ کال د ثور له ۸مې تر ۱۰مې پورې د ترکیې په استانبول ښار کې ترسره شوې ده.

د اسلامي همکاریو سازمان په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې بخیت په دې غونډه کې ټینګار کړی، افغانستان دا مهال له یوه حساس پړاو سره مخ دی؛ داسې پړاو چې د نړیوالې ټولنې دوامداره پاملرنې او د بشري کړاوونو د کمولو او اقتصادي ثبات د ټینګښت لپاره بېړنیو او عملي اقداماتو ته اړتیا لري.

نوموړي د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی او په ځانګړي ډول یې د خوړو خوندیتوب او روغتیايي خدماتو برخې حیاتي بللې دي. هغه همداراز د بانکي چینلونو پر وړاندې د شته محدودیتونو د اسانتیا غوښتنه کړې، څو مرستې په اغېزمنه توګه اړمنو ته ورسېږي.

د سازمان په وینا، بخیت د اسلامي همکاریو سازمان د اړوندو بنسټونو او شریکانو رول مهم بللی، چې پکې د اسلامي پراختیا بانک، د خوړو خوندیتوب اسلامي سازمان او د ملک سلمان د مرستو او بشري امداد مرکز شامل دي، او ویلي یې دي چې دغه بنسټونه د لومړنیو رغنیزو پروګرامونو په ملاتړ کې اساسي ونډه لري.

هغه په پای کې ټینګار کړی چې اسلامي همکاریو سازمان به له نړیوالو شریکانو سره د رغنده خبرو اترو او نږدې همکارۍ لړۍ ته دوام ورکړي، څو په افغانستان کې د ثبات د پیاوړتیا او د بیا رغونې لپاره زمینه برابره شي.