Search

ګوټرش: د مطبوعاتو ازادي د بشري حقونو او سولې بنسټیزه ستنه ده

News image
13 غویی 1405 - 08:31

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرش د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د مطبوعاتو ازادي د ټولو ازادیو بنسټ بلل کېږي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې د رسنیو له ازادۍ پرته د بشري حقونو تأمین، دوامداره پرمختګ او سوله ناشوني دي.

ګوټرش همداراز د خبریالانو د ملاتړ او د هغوی د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې باید د هغوی امنیت تضمین شي.

هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د حقیقت د ساتنې او د هغو کسانو د ملاتړ لپاره جدي اقدامات وکړي چې حقیقت بیانوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په وینا، داسې نړۍ رامنځته کول چې پکې خبریالان وکولای شي له وېرې او ګواښ پرته خپل کار ته دوام ورکړي، د نړیوال ثبات او عدالت د ترلاسه کولو له مهمو شرطونو څخه دی.