Search

د افغانستان د خبریالانو مرکز: افغانستان د رسنیز بحران نوې مرحلې ته داخل شوی

News image
13 غویی 1405 - 09:36

د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په درشل کې د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې په هېواد کې د رسنیو پر ازادۍ محدودیتونه په بېساري ډول زیات شوي او دا وضعیت افغانستان د رسنیز بحران نوي پړاو ته داخل کړی دی.

یاد مرکز ویلي، نن یکشنبه د ۱۴۰۵ کال د غويي ۱۳مه، چې د ۲۰۲۶ کال د مې له درېیمې نېټې سره سمون خوري، د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ لمانځل کېږي، خو په افغانستان کې د رسنیو وضعیت لا هم د جدي اندېښنې وړ دی.

د دغه مرکز په وینا، د ۲۰۲۵ کال له مې میاشتې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۵۰ د رسنیو او خبریالانو د حقونو د سرغړونې پېښې ثبت شوې دي.

په دې پېښو کې د ملي راډیو او تلویزیون د دوو خبریالانو وژل کېدل او د یوه بل ټپي کېدل هم شامل دي، چې د راپور له مخې د پاکستاني پوځیانو هوایي بریدونو ته منسوب شوي دي.

همدارنګه په همدې موده کې لږ تر لږه ۲۰ خبریالان نیول شوي او ۱۲۷ د ګواښ پېښې ثبت شوې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، که څه هم د تېر کال په پرتله د ثبت شویو پېښو شمېر کم شوی، خو د رسنیز چاپېریال کیفي وضعیت لا هم د ژور بحران ښکارندویي کوي.

په راپور کې ویل شوي چې د ژوندي موجوداتو د انځورونو د خپرولو بندیز اوس په ۲۵ ولایتونو کې عملي شوی، چې له امله یې لږ تر لږه ۸ سیمه‌ییز تلویزیونونه تړل شوي دي.

همدارنګه د ۱۱ رسنیو او رسنیزو بنسټونو د تړل کېدو او د ۱۰ رسنیزو ملاتړو بنسټونو د جوازونو د لغوه کېدو راپور هم ورکړل شوی دی.

یاد مرکز زیاتوي چې اطلاعاتو ته لاسرسی سخت محدود شوی، او له ډېرو دولتي ادارو څخه ویډیويي مرکې بندې شوې دي.

په راپور کې راغلي چې پر خبریالانو فشارونه زیات شوي، د ښځینه خبریالانو فعالیتونه محدود شوي، او د ژوندیو خپرونو پر مهال د ځینو موضوعاتو د منع کولو له امله رسنۍ تړل شوې دي.

همدارنګه لږ تر لږه ۲۰ خبریالان نیول شوي، چې څلور تنه یې لا هم په بند کې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له واکمنو چارواکو غوښتي چې ټول نیول شوي خبریالان خوشې کړي، پر رسنیو محدودیتونه لرې کړي او د بیان ازادۍ ته اجازه ورکړي.

همدارنګه له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې د افغانستان له خپلواکو رسنیو سره خپل سیاسي، مالي او تخنیکي ملاتړ زیات کړي.

د راپور په پای کې ټینګار شوی چې خپلواکې رسنۍ د خلکو د غږ د انعکاس لپاره حیاتي ارزښت لري او د هغوی محدودول د ټولنې پر حقایقو د لاسرسي مستقیم اغېز لري.