Search

طالبانو ۲۱ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي دي

News image
13 غویی 1405 - 11:45

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې په اوو ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۲۱ کسان نیول شوي دي.

دغه وزارت په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې نیول شوي کسان د بغلان، جوزجان، ننګرهار، پکتیکا، خوست، دایکنډي او غزني ولایتونو کې د قتل، غلا، قماربازۍ او د جعلي پیسو د کارونې په تور نیول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په بغلان ولایت کې د برکې ولسوالۍ ۸ کسان د قماربازۍ په تړاو نیول شوي دي. په جوزجان کې ۴ کسان د قتل په تور نیول شوي دي.

همدارنګه په ننګرهار ولایت کې ۴ کسان د غلا په تړاو نیول شوي، او په پکتیکا ولایت کې د یوسف‌خېلو ولسوالۍ ۲ کسان د یو موټرسایکل د غلا په تور نیول شوي دي.

سرچینې زیاتوي چې په خوست ولایت کې ۲ کسان د ریکشا د غلا په تړاو نیول شوي، په دایکنډي ولایت کې یو کس د جعلي پیسو د کارونې په تور نیول شوی او په غزني ولایت کې یو بل کس د غلا په تور نیول شوی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د عامه نظم د ګډوډۍ مخنیوي لپاره به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د قانون خلاف کړنې ترسره کړي.