Search

ټرمپ: امریکا به په هرمز تنګي کې د بند پاتې بېړیو سره مرسته پیل کړي

News image
14 غویی 1405 - 08:19

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې واشنګټن به د هرمز په تنګي کې د بند پاتې بېړیو سره مرسته پیل کړي، دا خبرې وروسته تر هغې کیږي چې د راپورونو له مخې په یاد سمندري لاره کې یو ټانکر د نامعلومو توغندیزو بریدونو ښکار شوی ده. دا راپور رویټرز خپور کړی دی.

یوه سمندري امنیتي ادارې د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی چې دغه ټانکر په دې مهمه سوداګریزه لاره کې ویشتل شوی، هغه ځای چې د امریکا او اسراییلو له ایران سره د روانو ترینګلتیاوو له امله سلګونه بېړۍ د تېرېدو توان نه لري.

ټرمپ ویلي چې امریکا به عملیات پیل کړي څو بندې پاتې بېړۍ او د هغوی عملې له محدودو اوبو څخه خوندي وباسي، او زیاته کړې یې ده چې ډېری بېړۍ د خوړو او نورو ضروري توکو له کمښت سره مخ دي.

هغه په «ټروت سوشل» کې په یوه پیغام کې ویلي: «موږ به د هغوی بېړۍ په خوندي ډول له دغو محدودو سمندري لارو وباسو څو وکولای شي خپل سوداګریز فعالیتونه دوام ورکړي.»

د سمندري چارو نړیوال سازمان اټکل کړی چې په دې تنګي کې د ګډوډۍ له امله سلګونه بېړۍ او تر ۲۰ زره پورې سمندري کارکوونکي اغېزمن شوي دي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) ویلي چې د شاوخوا ۱۵ زره سرتېرو، الوتکو، جګړیزو بېړیو او بې‌پیلوټه الوتکو په مرسته به د دغو عملیاتو ملاتړ وکړي، څو د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ ازادي بېرته تأمین کړي.

برېتانوي سمندري چارواکو ویلي چې د ټانکر پېښه د متحده عربي اماراتو د فجیره ښار شمال ته شاوخوا ۷۸ سمندري میله واټن کې رامنځته شوې او د عملې ټول غړي خوندي دي.

په خلیج کې سمندري تګ راتګ له دوو میاشتو زیات وخت راهیسې سخت ګډوډ شوی، ځکه ایران پرته له خپلو بېړیو، د نورو ډېری تګ راتګ محدود کړی، چې دا کار د نړۍ د انرژۍ بیې لوړې کړې دي. ځینو بېړیو د ډزو راپور ورکړی او ځینې نورې نیول شوې دي.

د ټرمپ اداره هڅه کوي چې د سمندري لارو د خوندیتوب لپاره نړیوال ائتلاف جوړ کړي او ویلي یې دي چې دا به د دیپلوماتیکو هڅو او پوځي همغږۍ ګډه تګلاره ولري.

تر اوسه روښانه نه ده چې کوم هېوادونه به په مستقیم ډول د امریکا په دغو عملیاتو کې برخه واخلي او دا به څنګه عملي کېږي. سپینې ماڼۍ په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

ټرمپ خبرداری ورکړی چې که څوک په دې ماموریت کې مداخله وکړي، له غبرګون سره به مخ شي.

بلخوا، ایران ویلي چې د سولې د وړاندیز شوي پلان په اړه د امریکا ځواب ارزوي. د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې واشنګټن خپل ځواب د پاکستان له لارې لېږلی، خو د امریکا چارواکو تر اوسه دا موضوع په رسمي ډول نه ده تأیید کړې.

د امریکا او ایران ترمنځ خبرې لا هم له ناڅرګند حالت سره مخ دي، ځکه دواړه لوري د ایران د اټومي پروګرام او د شخړې د پای ته رسېدو پر شرایطو اختلاف لري. واشنګټن د ایران د یورانیمو پر زېرمو د سختو محدودیتونو غوښتنه کوي، خو تهران ټینګار کوي چې پروګرام یې سوله‌ییز دی او د بندیزونو د لرې کېدو غوښتونکی دی.

روانې ترینګلتیاوې د نړۍ د انرژۍ پر بازارونو ژور اغېز کړی، ځکه د هرمز تنګی د نړۍ د نفتو او ګازو د شاوخوا ۲۰ سلنه لېږد مسیر ګڼل کېږي.