د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالۍ د «سه کو» سیمې د پولیمیتال کان تړون د ۱۴۰۵ کال د ثور په ۱۳مه، د یکشنبې په ورځ لاسلیک شوی دی.
د معلوماتو له مخې، دغه تړون د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري له لوري د «ابوسعید د معادنو د استخراج شرکت» سره
لاسلیک شوی، چې ټولټال ۱.۱۲ کیلومتره مربع ساحه رانغاړي او د ۲۴ میلیونه او ۳۳۲
زره ډالرو په ارزښت پانګونه پکې کېږي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، دا تړون د ۳۰ کلونو لپاره
شوی، خو شرط دا دی چې شرکت به خپلې چارې د کانونو د اصولو، طرزالعملونو او ټاکل
شوو تعهداتو سره سم پر مخ وړي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به شاوخوا ۱۳۰
افغانانو ته د کار زمینه برابره شي.
همداراز، د یاد کان د امتیاز (رویالټي) کچه ۱۶ سلنه د خالص سرو زرو په
توګه ټاکل شوې ده.