Search

د امریکا دوې جنګي بېړۍ د ایران له بریدونو وروسته د هرمز تنګي څخه تېرې شوې

News image
15 غویی 1405 - 07:47

د سي‌بي‌اېس نیوز د راپور له مخې، د امریکا د سمندري ځواک دوه جنګي بېړۍ د ایران له پرله‌پسې بریدونو وروسته په بریالیتوب سره د هرمز له تنګي تېرې شوې او د فارس خلیج ته ننوتې دي.

د دفاعي چارواکو په وینا، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې سي بي اېس ته د نوم له ښودلو ډډه کړې، «یو‌اېس‌اېس ټراکستن» او «یو‌اېس‌اېس مېسن» بېړۍ د تېرېدو پر مهال د اپاچي هلیکوپترو او نورو الوتکو له ملاتړ سره مخ وې. د راپور له مخې، یادو بېړیو له همغږو ګواښونو سره مخامخ شوې، چې پکې کوچنۍ کښتۍ، توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې شاملې وې، چې د ایران له لوري د دوامدارو بریدونو په بڼه توغول شوې وې.

سره له دې چې بریدونه شدید وو، خو هېڅ یوه بېړۍ نه ده لګېدلې. پوځي چارواکو ویلي چې دفاعي سیستمونو، د هوايي ځواک په ملاتړ، ټول راتلونکي ګواښونه شنډ یا دفع کړل او هېڅ توغندی بېړیو ته ونه رسېد.

دا تګ راتګ وروسته له هغې ترسره شو، چې ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې امریکا به د هرمز له ستراتیژیک پلوه مهم تنګي څخه د بېړیو په تېرېدو کې مرسته وکړي. دغه سمندري لار د دلوې میاشتې له وروستیو راهیسې له ګډوډیو سره مخ ده، چې له امله یې په سلګونو د تېلو ټانکرونه د فارس خلیج کې بند پاتې شوي او د نړیوالو تېلو بیې لوړې شوې دي.

د امریکا پوځ اړوند مرکزي قوماندانۍ مخکې د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې امریکايي جنګي بېړۍ د «پروژه ازادي» په نوم د یوې طرحې په چوکاټ کې له تنګي تېرې شوې، خو د بېړیو دقیق شمېر یې نه دی څرګند کړی.

مرکزي قوماندانۍ زیاته کړې چې د امریکا تر بیرغ لاندې دوو سوداګریزو بېړیو هم په خوندي ډول دغه مسیر بشپړ کړی او ویلي یې دي چې له لسګونو نورو سمندري شرکتونو سره یې اړیکه نیولې، څو د سمندري تګ راتګ بیا پیل ته وهڅوي.

د مرکزي قوماندانۍ قوماندان براډ کوپر ویلي چې ایراني ځواکونو پر امریکايي پوځي او سوداګریزو بېړیو بریدونه کړي، چې له امله یې امریکايي ځواکونو د ایران شپږ کوچنۍ کښتۍ له منځه وړي دي. خو ایراني دولتي رسنیو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې وروستیو کې هېڅ سوداګریزه بېړۍ له تنګي نه ده تېره شوې.

ایران خبرداری ورکړی چې که امریکايي ځواکونه تنګي ته داخل شي، نو هدف به وګرځي، چې دا کار د دواړو لورو ترمنځ د څلور اوونیو نازک اوربند د ثبات په اړه اندېښنې زیاتوي.

د دوشنبې په لومړیو کې ایران پر متحده عربي اماراتو هم توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې توغولې. د دغه هېواد چارواکو ویلي چې ایراني ډرونونو د ابوظبۍ د دولتي انرژۍ شرکت اړوند د تېلو یو ټانکر په نښه کړی، کله چې هغه غوښتل له تنګي تېر شي. خو ایراني رسنیو بیا ادعا کړې چې یوه امریکايي جنګي بېړۍ لګېدلې، چې دا ادعا د امریکا مرکزي قوماندانۍ رد کړې ده.

بل پلو، امریکا د ډونالډ ټرمپ په لارښوونه د ایران پر بندرونو سمندري بندیز ته دوام ورکوي، څو د اوږدمهاله هوکړې لپاره د روانو خبرو په ترڅ کې پر ایران فشار زیات کړي. ایران دغه بندیز د اوربند څخه سرغړونه بللې ده.