Search

پاکستانی دیني عالم ادریس په وسله‌ وال برید کې وژل شوی دی

News image
15 غویی 1405 - 11:32

 یو پاکستانی دیني عالم، ادریس، نن د غویي په ۱۵مه، د سې‌شنبې په سهار د چارسدې په سیمه کې د یوه وسله‌وال برید پر مهال ووژل شو.

د سرچینو په وینا، پر نوموړي هغه مهال برید شوی چې په خپل موټر کې سپور و. راپورونه ښيي چې د هغه ساتونکي په دې پېښه کې له زیان څخه خوندي پاتې شوي دي.

د برید کوونکي تر پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

تر اوسه رسمي چارواکو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي او نه هم کومې ډلې د برید مسوولیت منلی دی.