Search

په غزني کې د ترافیکي پېښې له امله ۶ کسان ژوبل شول

News image
15 غویی 1405 - 12:28

د غزني د طالبانو امنیه قومندانۍ وایي، پرون (دوشنبه) د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې د زرکشان هوټل ته نږدې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان ژوبل شوي دي.

یادې قومندانۍ ویلي چې دا پېښه د دوو مسافر وړونکو موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې او لامل یې بې‌احتیاطي بلل شوې ده.

د سرچینې په وینا، ژوبل شوي کسان د درملنې لپاره د مقر ولسوالۍ ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.