Search

په پنجشېر کې د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

News image
15 غویی 1405 - 12:38

د پنجشېر د طالبانو د والي ویاند، سیف‌الدین لټون، وایي چې د دغه ولایت له کانونو څخه د ۱۱ میلیونه، ۶۶۹ زره او ۸۷۶ افغانیو په ارزښت درې زره او ۱۵۸ قیراطه زمرد پلورل شوي دي.

د هغه په وینا، دغه زمرد نن د غویي په ۱۵مه، د سې‌شنبې په ورځ د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست له لوري د یوې داوطلبۍ له لارې پر ملي سوداګرو پلورل شوي دي.

لټون زیاته کړې چې د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د وري میاشتې په نیمايي کې هم د دغه ولایت له کانونو څخه دوه زره او ۶۳۹ قیراطه زمرد د نږدې درې میلیونه افغانیو په ارزښت د داوطلبۍ له لارې پلورل شوي وو.