په افغانستان کې د یونیسف استازي، تاجالدین اویواله، ویلي چې هر ماشوم باید د زده کړې لپاره خوندي ځای او د خپل راتلونکي د جوړولو لپاره اړین وسایل ولري، او ټینګار یې کړی چې د هېواد په کچه د زده کړو د ملاتړ هڅې روانې دي.
اویواله زیاته کړې چې یونیسف په افغانستان کې له خپلو شریکانو سره په ګډه ۴ میلیونه ماشومانو ته د تدریس او زدهکړې مواد برابر کړي دي.
هغه همداراز ویلي چې ۲۳۲ دولتي ښوونځي بیارغول شوي، چې له امله یې په ټول هېواد کې د ماشومانو لپاره د زدهکړې چاپېریال ښه شوی دی.
د نوموړي څرګندونې په داسې حال کې دي چې یونیسف او شریکان یې، سره له روانو ننګونو، د افغانستان د ښوونې او روزنې سکتور د ملاتړ هڅې دوامداره ساتلې دي.