Search

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې یو ماشوم وژلی او یوه نجلۍ ټپي کړې

News image
16 غویی 1405 - 10:33

د ننګرهار د طالبانو امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د روداتو ولسوالۍ په قطرغۍ سیمه کې د یوې ناچاودې مرمۍ په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او یوه نجلۍ ټپي شوې ده.

یادې قومندانۍ ویلي، پېښه نن د چهارشنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوې چې یادو ماشومانو د څارویو د څرولو پر مهال په ناچاوده مرمۍ لاس وهلی و.

د سرچینې په وینا، د وژل شوي ماشوم جسد د هغه کورنۍ ته سپارل شوی او ټپي شوې نجلۍ د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې لا هم د جګړو له پاتې ناچاوده توکي د ملکي وګړو، په ځانګړې توګه ماشومانو، لپاره جدي ګواښ بلل کېږي او وخت ناوخت ورته پېښې د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.