Search

پروان کې د زړې مرمۍ چاودنې له امله یو ځوان وژل شوی او درې تنه ټپیان دي

News image
16 غویی 1405 - 11:17
د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله یو ۲۰ کلن ځوان وژل شوی او درې نور کسان ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت د طالبانو د امنیې قومندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پېښه د بګرام ولسوالۍ اړوند په «باریکاب» سیمه کې د ناچاوده توکو د یوې سرګلولې د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دغه ۲۰ کلن ځوان پرون (سه‌شنبه) غرمه مهال هغه وخت ووژل شو چې د یوې سرګلولې د پرزه کولو هڅه یې کوله او چاودنه رامنځته شوه.
مسوولین وايي، په دې پېښه کې د دوو نجونو په ګډون درې نور کسان ټپیان شوي دي.
د پروان د امنیې قومندانۍ په وینا، ټپیان د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د سیمې د اوسېدونکو او امنیتي ځواکونو له لوري په بېړني ډول د غلام علي شل بستریز روغتون ته انتقال شوي دي.
د دغه ولایت مسوولینو یو ځل بیا له خلکو غوښتي چې د هر ډول ناچاوده او مشکوکو چاودېدونکو توکو د لیدلو په صورت کې دې سمدستي نږدې امنیتي ادارو ته خبر ورکړي، څو د خلکو ژوند له احتمالي خطرونو خوندي پاتې شي.